د بلوڅو په وړاندې سیمه ییزه جبهه پراخیږي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

          

د بلوڅوخپلواکۍ له غورځنګ څخه د امریکاکانګرس د نړیوالو چارو د جرګګۍ ملاتړ، زموږ سیمې ته یو لوی ټکان ورکړ او لکه د پسرلي شپنۍ پرخې او یا جکړیځ باران پشان يي د سیمې ویده قومونه ، دولتونه او سیاسي کړۍ له درانه خوبه راویښې کړې. د ملاتړ دې غږ که بلوڅان او د هغوی دوستان خوښ کړل، خو بلخوا د پنجاب پر سر لکه اسماني کاڼی راپریوت او د ایران پر اخوندانو به يي هم اغیز، له یوې څونامي څخه کم نه وي !

که څه هم ددې ملاتړ ټولې خواوې نه دې سپړل شوي او د امریکا له کانګرسه هم نه دی پاس شوی خو یوازې د وړاندیز په بڼه هم په سیمه او نړۍ کې له پراخ رسنیځ غبرګون سره مخ شو . د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت سرپرست وبلل شو او پاکستانیانو ورته په ویر او زاریو، خپله اندیښنه واوروله .

پښتانه او بلوڅان دواړه وروڼه قومونه د ګندمک او ډیورند په استعماري او تپل شویو لوظنامو سره، له تاریخي افغانستان څخه بېل شوي او په ۱۹۴۷او ۱۹۴۸ کال د پاکستان په نوم جعلي هیواد سره په زور او چلوټې نښلول شوي دي. له هغه تاریخه تر دې دمه دواړه وروڼه قومونه فرصت ته ګوري چې کله به له جعلي پاکستانه ځانونه بېلوي او بشپړه خپلواکې به اخلي . اوس چې بلوڅو ته د خپلواکۍ په بسیا کې د امریکا پشان د نړۍ یو زبرځواک د ملاتړ ټټر وهلې؛ دې کې بلوڅو ته د شرم او کمښت ځای چې د بلوڅو بدخواهان يي پيغور ورکوي، نه لیدل کیږي . که یو ولس لکه بلوڅ د ښکېلاک څخه ازادیږي او هغه هم د غلامانو د غلام پنجاب له منګولو څخه ، په ډېرو خوښيو او جشنونو ارزي .

موږ همداشان فرصت او نړیوال ملاتړ، په پاکستان کې محکومو پښتنو ته هم غواړو چې د پنجاب له منګولو خپلواک شي، دډیورند تپلې کرښه ړنګه او تاریخي افغانستان بیا احیا شي .

داچې ویل کیږي، امریکایان یوازې د خپلو ګټو لپاره د بلوچستان له خپلواکۍ ملاتړ کوي ، یا داسې ملاتړ يي پخوا ولې نه کاوه ؟ دا خبره په هيڅ ترازو کې په تول پوره نه خیژي . که ماشوم شیدې ونه غواړي مور تی ( سینه ) نه ورکوي. که خپله بلوڅ ونه غواړي چې خپلواک واوسي ، هیڅوک يي نه شي خپلواکولای !

سیاست کې پرون د امریکا ګټه نه وه چې بلوڅان دې خپلواک شي او هغوی ته د یوه داسې پاکستان اړتیا وه چې هلته بلوڅ ، پښتانه ، سندیان ، پنجابیان او نور قومونه د یوه هیواد په چوکاټ کې او د یوه پوځي دیکتاتور حکومت تر جغ لاندې د امریکا او لویدیځ ګټې ساتلای شي، خونن بیا حالات بدل او د بلوڅو په خپلواکۍ کې يي ګټه پرته ده او پروني پاکستان ته اړتیا نلري . بلوڅو پرون هم خپلواکي غوښته او نن يي هم غواړي ، خو پرون ورسره امریکا او لویدیځ مخالفت کاوه او نن يي ملاتړ کوي او بلوڅ باید دې ملاتړ ته ښه راغلاست او هرکلی ووايي . سیاست همداسې یوې لوبې ته وایه شي، تلپاتې دوست او دوښمن نلري .

بل پلو خپلواکي او ملي ګټې په سیاسي پوهه ، په سرښندنه او په نره ترلاسه کیږي او بلوڅ هغه قوم دی چې دا ټول لري نو بیا ولې ورته ګوري !

هغه ولسونه چې خپلې ملي ګټې او ارزښتونه په ډاګه نه شي بیانولای او غوښتلای او له هغو سره د محافظي چلن کوي او یا له فرصتونو ګټه نه شي پورته کولای، منزل ته نه رسیږي .

بلوڅو د خپلو ملي موخو په څرګند بیان او خپلواکۍ ته د رسیدو په پوخ تکل سره لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه ، سیمې ته ټکان ورکړ .

سیمه کې به د امریکا او لویدیځ سیالان او د بلوڅو مخالفین اوس د بلوڅو په وړاندې د چلوټو ، شخړو او جګړو لار نیسي او بلوڅ ورته باید پوره چتووالی ولري .

بېځایه نه ده چې « د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې مشر ویکتور ایوانوف ټینګار وکړ چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډله، د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ، په افغانستان کې د مخدرو موادو په تولید او د پاکستان د خاورې له لارې د مخدرو موادو په قاچاق کې ونډه لري.

 

ده همداراز ادعا وکړه چې دا ډله د تاوتریحوالي او کړکېچ د پراخولو هڅه کوي څو د دې کار په نتیجه کې د مخدرو موادو د تولید انګېزې رامنځته شي. تاند بریښناپاڼه »

لږه موده وړاندې، پخواني شوروی اتحاد د بلوڅو همدغه ډلې چې اوس يي روسیه د نشه يي توکو قاچاقبر بولي، د خپلواکۍ ننګیالي بلل او له دوی څخه يي هر ډول ملاتړ کاوه . هغه مهال امریکایانو بیا بلوڅان بېلتونپال ګڼل او د پنجاب په دولت به يي وهل او ډبول چې نن يي د ازادۍ جنګیالي بولي .

خو بلوڅو د خپلې خپلواکۍ لپاره پرون له شوروي ګټه اخیستله او نن چې شوروي نشته او روسيي ورته شا اړولې اوبده لا دا چې، قاچاقبر او بلوه ګر يي بولي باید د امریکا او لویدیځ ملاتړ وغواړي او دغې ته بریالي او ګټور سیاست وايي .

بلخوا پاکستان وايي چې افغانستان په خپله خاوره کې د بلوچستان د ازادي غوښتونکي غورځنګ د مخکښ، د بلوچستان د جمهوري ګوند مشر برهمداغ بګټي د پوځي روزنې کمپ په بندولو کې مرسته کړېده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د مارچ په ۴ مه، اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:« کله چې برهمداغ بګټي صاحب په کابل کې و، هغه وخت زموږ له مالوماتو سره سم د ده پنځه زره ملاتړ کوونکي په کندهار کې اوسېدل. په کندهار کې هغوی ته پوځي روزنه ورکول کېده. موږ له هغو پنځو کورونو هم خبر وو چې د دوی لپاره نیول شوي وو. موږ د هغو په اړه پوره مالومات د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وسپارل او زه د هغه منندوی یم چې د پوځي روزنې دا کمپونه یې له منځه یووړل او موږ یې له دې کاره خبر هم کړو. تاند»

پورته خبر سملاسې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند رد کړ ، او هغه يي د پاکستان منافقت وباله او زیاته يي کړه چې پاکستان دا خبرې ځکه کوي چې پاکستان کې د ترهګرو خپل ملاتړ لپاره یو لاسوند پيداکړي .

که څه هم له دې خبرو داسې څرګندیږي چې په ښکاره د بلوڅو له خپلواکۍ ملاتړ کیږي خو ښايی شا کې نورې استخباراتي معاملې هم روانې وي چې له منځپانګې خبرتیا يي وخت ته اړتیا لري .

 

کېدای شی له بلوڅو څخه د امریکا ملاتړ، پاکستان اړکړی وي چې افغانستان کې د ستراتیژیک کنډو(  strategic depth  ) پشان غوښتنو څخه تېر شي او یا دا چې وايي طالبان يي دې ته حاضرکړي چې افغان دولت سره خبرې وکړي، یا څه مهال مخکې د اسلامي ګوند چمتووالی چې کابل ته پلاوی ولیږي او افغان حکومت سره خبرې وکړي. که پر پنجاب فشار نه وای راغلی ، پنجاب به په هیڅ شان داسې تېريدنوته غاړه نه وای ایښې. اوس هم زیات شنونکې په دې اند دي چې د پنجاب په غوړو خبرو باور نه دی پکار !

په عملي لحاظ د بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ پیاوړتیا او له پنجابه د بلوچستان خپلواکي د افغانستان او کوزو پښتنو لپاره د یوه غونډ پتوګه بې ګټې نه ده . د بلوچستان په خپلواکۍ سره ایران او پاکستان دواړه چې د افغانستان او کوزو پښتنو تاریخي بدخواهان دي، ځپل کیږي.

د دوه پياوړو مخالفو او دوښمنو ګاونډیانو ځپل، پرځای کښينول او له صحنې ایستل او ترڅنګ يی د وروراو دوست خپلواک بلوچستان ځلیدل، سیمه کې د لروبر افغان او نورو قومونو په ګټه تمامیدای شي.     

ځیني افغان شنونکي په دي اند دي چې افغانان او کوز پښتانه ولي د بلوڅو په ملاتړ پنجاب او ایران له ځانه خپه کړي ؟ که لروبر افغان د بلوڅو په ننګ ودریږي، پاکستان به له کوزو پښتنو څخه د بلوڅو د ملاتړ په غچ راپاڅي او د ترهګرو ډلې به نورې هم وپالي چې افغانستان کې ورانی او ویجاړی ته ادامه ورکړي او یا به ایران، افغانستان کې خپلو ګوډاګیانو ته ووايي چې سبوتاژ او ګډوډۍ ته نوره هم ملا وتړۍ !

عمومي فورمول دا دی، که څوک له ییږ ( دلته د دوښمن په مانا ) څخه یو ویښته هم راشکوي او کموي يي، باید ملاتړ يي وشي . دلته له بلوڅو ملاتړ که یوخوا د خپلواکۍ له اندیښنو څخه ملاتړ دی او معنوي اړخ لري بلخوا په دې ملاتړ کې افغانان خپلې ګټې ویني او دا ملاتړ په حقیقت کې موږ خپلو ملي موخو ته د نږدې کېدو او لاسته راوړلو لپاره کوو .

همدارنګه نن، د ترهګرۍ او د پنجاب د شوونیستي ، ملیتاریستي او د ایراني اخوندانو د شیعه وزمه فاشیستي موخو په وړاندې د لروبر افغان او بلوڅو ګټې سره شریکې او د یوه سنګر ملګري بلل کیږي.    

بلخوا هغو مذهبي توندلارو پښتنو ته چې د کشمیر په محاذ یا د افغانستان په محاذ د پنجاب د ګټو لپاره جنګیږي، نه دې پکار دا ځل د بلوڅو په محاذ هم پنجاب لپاره ټوپک راواخلي . اوس يي وخت او فرصت دی چې د بلوڅو پشان، پښتانه هم خپلو منځو کې له توپير پرته، د پنجاب پر ضد ټوپک راواخلي او که بلوڅ ازادي ګټي نو بیا پښتانه څه شوي دي ؟

که تر اوسه پنجاب او ایران یوازې د بلوڅو په وړاندې په مورچل کې جنګیدل، دا دی روسیي هم  د بلوڅو په مخالفت خپل غږ پورته کړ او سبا به چین هم تر شونډو لاندې یا په ښکاره ډول دې ښکېلوتې ته راودانګي.

بلوڅو ته پکار دي چې لروبرو افغانانو سره غوږونه نږدې کړي او د تاریخي وروڼو پشان په هر سنګر او مورچل کې سره ګډ واوسي او د افغان په ورورۍ او دوستۍ ډاډه واوسي.

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۷ مه

 


March 8th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی